ملګري ملتونه: افغانستان کې د ناورین ختمیدو لپاره باید هدفمنده پانګونه وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې په افغانستان کې باید هدفمنده پانګونه وشي او کار روزګار ډېر کړل شي. دغه کمیشنرۍ ویلي افغانانو څلور لسیزې له خپل هېواد کډوالي وکړه او ملګري ملتونه نه غواړي چې لس کاله نور هم دا لړۍ وغځېږي. ددغه ادارې په خبره نړیوالو ته په کار ده چې په افغانستان کې هدفمنده پانګونه وکړي، دغه هېواد ته ثبات راولي، اقتصاد یې ښه شي او همدا راز ایران او پاکستان د افغان کډوالو لپاره له زغم کار واخلي. د سرچینې په خبره که دا کار و نه شي او افغان کډوال په اوسني وضعیت کې واقع وي ښایي ستر بحران رامنځ ته شي. د کډوالو عالي کمیشنري وایي چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال او بیا په افغانستان کې د ننه بېځایه شوي افغانان له ترینګلي وضعیت سره مخ دي. دغه اداره پر نړیوالو غږ کوي چې افغانستان ته د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي تر څو افغانان په خپلو مېنو کې ارام ژوند وکړي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید