جواد عثماني: پر کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر په کمېدو دی

د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر پام وړ کم شوی دی، خو په خبره یې هېواد لا هم له یادې وبا پاک شوی نه دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له دغې ناروغۍ د ځان ژغورنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. عثماني د کابل روغتونونو کې د اکسیجن کمښت ستونزې ته په اشارې وویل چې اوسمهال دا ستونزه حل شوې او ټول روغتونونه په کافي اندازه اکسیجن لري.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید