
لوړه سلنه امریکایان په دې باور دي چې روسیې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د بریدونو ملاتړ کړی دی. د رویټرز یوه نظر پوښتنه ښيي چې لوړه سلنه امریکایان روسیه د امریکا اوامریکایي عسکرو لپاره خطر بولي او په خبره یې دوی په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تر شا دي. په دغه نظر پوښتنه کې راځي ۶۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې طالبانو ته د روسیې له لوري د انعام د ورکړې راپورونه سم دي. همدا راز ۲۱ سلنه په دې باور دي چې دغه راپورونه به ناسم وي. ۳۹ سلنه امریکایانو ویلي چې ټرمپ به ارو مرو په دې مسئله خبر و او سترګې به یې پټې کړې وې او ۲۶ سلنه وایي چې ښايي ټرمپ به په دې اړه معلومات نه لرل. په دې نظر پوښتنه کې ۸۱ سلنه امریکایانو پوتین د امریکا لپاره خطرناک بللی دی او ۵۴ سلنه امریکایانو ویلي چې باید ژر تر ژره دې روسیه د امریکا له بندیزونو او فشارونو سره مخ کړل شي.