امریکایي استازي: افغانستان کې د نظامي حضور دوام امریکا له ماتې سره مخ کوي

د امریکا د سنا او استازو مجلس محافظه کارو غړو له ټرمپ غوښتي چې ژر تر ژره دې له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي. یادو استازو ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې هغه د سترې او پیاوړې امریکا هيله لري، نو که یې ځواکونه په افغانستان کې وي امریکا به له ماتې سره مخ شي. یادو استازو په دې ګډ لیک کې ټرمپ ته ویلي چې امریکایي ځواکونه باید له بې پایه جګړو و ایستل شي او دوی باید په خپل هېواد کې ماموریت ترسره کړي. د سرچینې په خبره له دې وروسته له افغانستان او عراق هېڅ ګواښ امریکا ته نه شي متوجه کېدلی نو واشنګټن ته نه ده په کار چې د نورو لپاره جګړې وکړي. تر دې وړاندې هم د امریکا د سنا او استازو مجلس غړو له ټرمپ ورته غوښتنې کړې وې. ټرمپ هم ټینګار کوي چې هېواد یې په بې پایه جګړو کې نه ښکېلوي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید