په کرونا اخته ۲۸ جورجیايي سرتیري له افغانستانه ایستل شوي دي

د جورجیا رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دغه هېواد ۲۸ سرتیري په کرونا وبا اخته شوي دي. د جورجیا یوې سیمه ییزې رسنۍ د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي، چې دا ۲۸ سرتیري له افغانستان څخه ایستل شوي دي‌ او اوس په خپل هېواد کې په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. جورجیا په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۹۰۰ سرتېري لري. د قاطع ملاتړ ماموریت څه موده مخکې هم اعلان وکړ چې یو شمېر سرتیري یې په افغانستان کې په کرونا وبا اخته شوي دي او یو شمېر نور یې تر درملنې لاندې دي، خو د سرتېرو هویت او هېواد یې نه وو ښودلی.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید