جېم سټېورېډېس: امریکا باید له افغانستان څخه نور سرتیري و نه باسي

د امریکا د سمندري ځواکونو یو متقاعد جنرال جېم سټېورېډېس ویلي، امریکا باید په افغانستان کې د سرتېرو اوسنۍ شمېره وساتي تر څو په دغه هېواد کې د شویو پرمختګونو ساتنه وکړي. ‌نوموړي ویلي امریکايي ځواکونه باید د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وکارول شي. دغه امریکايي جنرال ویلي، د سرتېرو نور کمول باید په ځمکنیو حالاتو پورې تړلی وي.‌ نوموړي ویلي،‌ القاعده او داعش تر اوسه هم په مرکزي او جنوبي اسیا کې فعاله دي او طالبانو خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.‌ تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانک مکینزي ویلي وو، چې طالبانو تر اوسه پورې خپل شرایط نه دي‌ پوره کړي چې له امله یې په بشپړه توګه امریکايي ځواکونه ووځي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي خو په دې شرط چې طالبان په تړون کې شوي شرایط پوره کړي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید