امریکايي چارواکي: د روسيې پر وړاندې اقدام ته چمتو يو

لوړپوړی امریکايي چارواکي وايي، که د روسانو له لوري د امریکایانو د وژلو په خاطر طالبانو ته د پیسو ورکول تایید شي، امریکا به لازم اقدامات وکړي. د امریکا د دفاع وزیر او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي په کانګرس کې د هغو راپورونو د څېړلو لپاره ځواب ويلو ته حاضر شول چې پر اساس یې ویل شوي چې روسانو طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر انعام منلی و. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي دې غونډې ته ویلي، امریکا به هغه وخت ځواب ووایي او اقدامات به وکړي چې دا راپورونه تایید شي، چې روسیې په طالبانو پورې تړلو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره پیسې ورکوي. د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، د ده قوماندانانو لومړی ځل د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ته د انعام ورکولو راپورونه واورېدل. نوموړی وايي، سره له دې چې دوی دا خطرونه جدي وګڼل خو تراوسه پورې یې ثابته کړې نه ده چې دا راپورونه باوري دي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید