۷ ناوړه عادتونه چې ستاسو د بریالیتوب مخه نیسي

لیکواله: لولي ډسکال 

ژباړن: حضرت عثمان نوري

که تاسو بریالي اشخاص وینئ، دوی په آسانۍ دې مقام ته نه دي رسیدلي او په دې لاره کې یې هر ډول سختۍ او تکلیفونه ګاللي دي. که غواړئ خپل هدف په اسانۍ ترلاسه کړئ، نو لومړی دا ۷عادتونه له ځانه لرې کړئ، بیا خپل فعالیت ته دوام ورکړئ:

 

لومړی: واک او صلاحیت نورو ته ورکول

که تاسو د بریاوو ژوند غواړئ، نو د دې لپاره ښه خبره دا ده چې خپلې چارې په خپله ترسره کړئ او خپل صلاحیت بل چاته مه ورکوئ. خپل کنترول هېڅکله له لاسه مه ورکوئ، ځکه ستاسو کنترول ستاسو اوسنی مقام ښه رهبري کولی شي او د کنترول نشتون ستاسو بریا شکمنوي.

 

دوهم: زړه نا زړه کېدل

که تاسو د ښه راتلونکي هیله لرئ او غواړئ بری ترلاسه کړئ، نو د دې لپاره باید هر اړخیزه فکر ولرئ، د دې ترڅنګ په هر ډول ښوونیزو (اکاډمیکو) غونډو او مجلسونو کې برخه واخلئ، زړه مه وهئ، هغوی ته غوږ ونیسئ، تقلید ترې وکړئ او چې څومره ژر امکان لري، هلته په سټېج (درېز) وینا وکړئ او خپل شخصیت نورو ته ور معرفي کړئ.

 

درېیم: د منفي فکر لرونکو خلکو سره ناسته

تاسو په ژوند کې د څومره منفي خلکو سره ناسته ولاړه لرئ؟ که تاسې په ورځنېو چارو کې له داسې ملګرو سره مخ کېږئ چې نظریات او مفکورې یې منفي او د تشویق له اړخه صفر وي، نو د داسې ملګرو له ناستې ولاړې ځان را ټول کړئ او هغه انرژي چې تاسو یې له هغوی سره مصرفوئ، که په خپل ځان یې مصرف کړئ، آغېز یې ښه پایله لرلی شي.

 

څلورم: نوښت نه کول

که تاسې په تېر کې ژوند کوئ او د نوښت په اړه کوم پلان ونه لرئ، نو دا ستاسو ناکامي ده او د پرمختګ هیله مه کوئ. په تېر کې پاتې کېدل ستاسو د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. لطفاً د خپلو فعالیتونو لپاره یو منظم او د نوښت ډک پلان جوړ کړئ؛ څو مو بری په برخه شي.

 

پنځم:ځنډ کول

ستاسو د ژوند هره شېبه تر هر څه ډېره ارزښتناکه ده، او ضایع کول یې ستاسې لپاره بد زیری دی، ځکه وخت سره زر دی او باید قیمتي وګڼل شي. له وخت مو ښه استفاده وکړئ او بې ځایه یې مه تېروئ. دا هم مهمه ده، که مو چارې د ورځې پای ته ورسېدې، نو په مثبتو فکرونو خپل فري ټایم بوخت کړئ.

 

شپږم: مایوسه کېدل

که تاسې څو ځله د خپل ښه راتلونکي لپاره سترو ازموینو کې برخه اخیستې وي او بیا یې پایله منفي اعلان شوې وي، نو ورته مه نا امېده کېږئ او راتلونکې ازموینې ته پوره چمتوالی ونیسئ. کلک هوډ او قوي عزم ستاسو د بریالیتوب مزل راکموي.

 

اووم: راتلونکي ته هیله مندي نه لرل

که تاسې خپلې چارې مخته وړئ او د دې هیله نه لرئ چې کار مو ګټور دی او یا به ښه مخته ولاړ شي، په دې کار سره خپل بریالتیوب په لوی لاس د ګواښ سره مخ کوئ. لطفاً خپلو فعالیتونو ته مو دوام ورکړئ او د مثبتې پایلې لپاره یې هیله مندي ولرئ.

 

په مهربانۍ سره! پورته عادتونه پرېږدئ او د بریا په لاره خپل مزل پېل کړئ.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !