ډاکټر عبدالله ملا برادر ته؛ که افغانستان ته سوله راولو موږ به د تاریخ اتلان وو

افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر څنګ یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه هم کوي. دده په خبره افغان حکومت نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې د سولې او دایمي ثبات د راتګ ملاتړی دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته خطر جوړ کړي. نوموړي زیاته کړې، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر ته یې مخامخ ویلي چې باید جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، ځکه په دې توګه به دواړه خواوې د راتلونکي تاریخ اتلان وي. هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او پیل شوي مذاکرات باید په پوره حوصله مخ ته یوړل شي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید