افغانستان په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې زېمبابوې ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپلې لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې د زېمبابوې هېواد ملي لوبډلې ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې په بریا سره پیل کړه.

دغه لوبه تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې ډېره ښه ثابته شوه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې د رېمبابوې ملي لوبډلې په ټولو ۲۰ اورونو کې او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې وکړه او افغان لوبډلې ته یې ۱۲۱ منډې هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې راشد خان ارمان ۳ وکټې، شرف الدین اشرف ۲ وکټې، ګلبدین نایب، آفتاب علم او محمد نبي عیسی خېل یوه یوه وکټه ترلاسه کړه.

د لوبې په دوهمه برخه کې افغان لوبغاړو ښه توپ وهنه وکړه او ټاکل شوی هدف یې په ۱۴ اورونو کې او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

په توپ وهنه کې محمد نبي ۴۰ ناسوځېدلې منډې، محمد شهزاد ۲۰ منډې، شرف الدین اشرف ۱۸ منډې، شفیق الله شفق ۱۴ ناسوځېدلې منډې، اصغر ستانکړي ۱۱ منډې او کریم خان صادق ۵ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې ده افغان لوبډله په دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه کې نن ماښام ۷:۳۰ بجې په شارجه لوبغالي کې یو ځل بیا د زېمبابوې هېواد له ملي لوبډلې سره مخ شي.

د بریا په هیله

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !