افغانستان له زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمې ۲۰ اوریزې لوبې کې د زېمبابوې ملي لوبډلې ته په ۱۷ منډو ماته ورکړه او د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ یې د ۲ د صفر په وړاندې پایلې سره وګټله.

د لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې او زېمبابوې لوبډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه. 

د توپ وهنې په برخه کې د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا محمد نبي ښه وځلېدو او ۴۵ چټکې منډې یې جوړې کړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې د زېمبابوې لوبډله ونه توانېده ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان لپاره مجیب ځدران ۲ وېکټې، راشد خان ۲ وېکټې او محمد نبي هم یوه وېکټه ترلاسه کړه.

محمد نبي د تېر په څېر د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !