افغانستان په لومړۍ یوې ورځنۍ لوبه کې زېمبابوې ته ماته ورکړه

تېره ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې هېواد له ملي لوبډلې سره د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړه او د زېمبابوې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړي د توپ وهنې په برخه کې ښه وځلېدل او په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۳۳ منډې جوړې کړې او زېمبابوې لوبډلې ته یې د ۳۳۴ منډو هدف وټاکه.

د توپ وهنې په برخه کې رحمت شاه زرمتي ۱۱۴ منډې، نجیب الله ځدران ۸۱ منډې، احسان الله جنت ۵۴ منډې، محمد شهزاد ۳۶ او ناصر جمال ۳۱ منډې وکړې او د دوی غوره توپ وهنې پر مټ افغانستان زېمبابوې ته د ۳۳۴ منډو هدف وټاکه.

د زېمبابوې لوبډله د توپ وهنې په برخه که ښه ونه ځلېده او ټوله لوبډله یې په ۳۵ اور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده او د ۱۵۴ منډو په ستر توپیر یې له افغان لوبډلې ماته ومنله.

د توپ اچونې په برخه کې راشد خان څلور وېکټې، مجیب ځدران ۲ وېکټې، دولت ځدران، ګلبدین نایب، رحمت شاه زرمتي او محمد نبي یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې افغان لوبډله د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په دوهمه لوبه کې سبا د زېمبابوې له لوبډلې سره مخامخ شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !