د تدارکاتو کمیسیون د ۲۲،۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

تېر ماښام د تدارکاتو ملي کمیسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۲،۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل. 

په منظور شویو قراردادونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د کتلوي معافیت د معلوماتو پر سم انتقال تمرکز د مشورې ورکولو، د بین الفردي اړیکو او د سلوک د تغیر مهارتونو د ترلاسه کولو په اړه د ښوونځیو د ښوونکو او صحي کارکوونکو د روزنې پروژې قراردادونه شامل دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !