محمود عباس: واشنګتن نشي کولی د منځني ختیځ د سولې په مذاکراتو کې یوازینی منځګړی وي

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس اعلان وکړ چې فلسطین له اسرائیل سره د ستونزو په حل کې د امریکا منځګړیتوب نه مني.

محمود عباس چې مسکو ته تللی، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې یې اعلان وکړ چې واشنګتن نشي کولی د منځني ختیځ د سولې په مذاکراتو کې یوازینی منځګړی وي.

ولادیمیر پوتین هم له محمود عباس سره تر لیدو وړاندې اعلان وکړ چې له خپل امریکايي سیال دونالد ترامپ سره یې د فلسطینیانو او اسرائیلي رژیم تر منځ د ستونزو او کړکېچونو په اړه تلفني خبرې کړې.

دا په داسې حال کې چې د پراخو نړیوالو مخالفتونو سره سره د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ، د ۲۰۱۷ میلادي کال په دسمبر میاشت کې په رسمي توګه بیت المقدس د اسرائیلي رژیم د پلازمینې په توګه وپېژندو.

بیت المقدس له ۱۹۶۷ میلادي کال راهیسې د اسرائیلي رژیم له لوري اشغال شوی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !