افغان کرکټ ملي لوبډله نن له زېمبابوې سره درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کوي

ټاکل شوې ده نن ماسپښین دوه نیمې بجې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په دوام او درېیمه لوبه کې د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې سیالي وکړي.

تر دې وړاندې افغانستان د یوې ورځنیو لوبو لړۍ په دوهمه لوبه کې د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې خپله لومړنۍ ماته ومنله او د سیالیو نتیجه ۱-۱ برابره شوه.

د زېمبابوې لوبډلې په تېره لوبه کې ښه توپوهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۳۳۴ منډو لوړ هدف وټاکه. 

په مقابل کې د افغانستان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې ښه ونه ځلېده او ونه توانېده دغه ستر هدف ته ځان ورسوي او ټوله افغان لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځېدل او لوبه د زېمبابوې په ګټه پای ته ورسېده.

طمع ده ننۍ لوبه کې افغان لوبډله د تېرې لوبې نمیګړتیاوې لرې کړي او د زېمبابوې په وړاندې ښه توپ وهنه او توپ اچونه وکړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !