د فلوریدا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۷ تنه وژل شوي

د امریکا فلوریدا ایالت، پارکلند ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان دي.

ویل کېږي بریدګر ۱۹ کلن نیکولاس کروز د دغه ښوونځي مخکنی زده کوونکی دی، چې اوسمهال د پولیسو لخوا نیول شوی.

دغه خونړی برید پرون چهارشنبې له غرمه وروسته شوی او تر اوسه یې لامل هم نه دی په ډاګه شوی.

د امریکا ولسمشر ټرامپ هم پر خپل ټوېټر پاڼه دغه برید غندلی او د وژل شوو زده کوونکو له کورنیو سره یې ځان په غم کې شریک ګڼلی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !