په مکسیکو کې د چورلکې لوېدو له امله ۱۴ تنه وژل شوي

د مکسیکو هېواد د کورنیو چارو وزیر لېږدوونکې چورلکې د لوېدو له امله چې د دغه هېواد زلزلې ځپلې جنوب غربي سیمې (اوکساکا) ته روانه وه، ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

 دغه نظامي چورلکه کې د مکسیکو کورنیو چارو وزیر برسېره د دغه هېواد د آواخاکا ایالت والي او نور ځايي چارواکي هم سپاره ول، چې له دغې پېښې روغ رمټ وتلي دي.

ویل کېږي د پېښې ډېری قربانیان چې ماشومان هم پکې دي، هغه کسان ول چې د چورلکې د ناستې انتظار یې کولو.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !