افغانستان په ۴-۱ پایلې سره له زېمبابوې د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د عزیزي بانک کپ په ترڅ کې پنځمه یوه ورځنۍ لوبه افغانستان په ۱۴۶ منډو وګټله او دغسې د ۵ لوبو دغه لړۍ د یوې لوبې پر وړاندې د څلورو لوبو په ګټلو سره په جوت توپیر وګټله.

 د ننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او پریکړه یې وکړه چې لومړۍ توپ وهنه وکړي.

 د افغانستان پیلوونکې جوړې محمد شهزاد او جاوید احمدي اوږده ملګرتیا ونه کړه او شهزاد ایله په دوو منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه. 

خو ورپسې، جاوید احمدي او رحمت شاه د خپلې پاڼۍ تر ټولو اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې وکړې چې احمدي په خپل نامه ۷۶ او رحمت شاه په خپل نامه ۵۹ منډې ثبت کړې.

 تر دوی وروسته راشد خان او شرف الدین شرف هغه دوه لوبغاړي وو چې تر لسو یې منډې واړولی شرف الدین د ۲۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید او راشد د ۴۳ چټکو منډو تر جوړولو وروسته وسوځید، او مجیب ځدران پرته د کومې منډې له جوړولو ناسوځېدلی لاړ، په نورو لوبغاړو کې لوبډلمشر اصغر ستانکزی ۲، ناصر جمال ۷، سمیع الله شینواري ۵، او محمد نبي ۹ منډې وکړې او دغسې افغانستان په پوره ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۴۲ منډو هدف وټاکه. 

 د توپ وهنې په برخه کې د زمبابوې لومړۍ جوړې هم ښه ملګرتیا ونکړه او په ټولیز ډول په ۱۷ منډو لومړی لوبغاړی مسکډزا د ۷ منډو تر جوړولو وروسته د ناصر جمال په توپ رن اوټ شو. 

ورپسې بل پیلوونکی توپ وهونکی مسکنډا د ۱۱ منډو تر جوړولو وروسته د شاپور ځدران په توپ وسوځيد. برینډن ټیلر او کریګ اروین لږ څه ښه ملګرتیا وکړه خو ټيلر ۲۷ منډې کړې وې چې شرف الدین اشرف ایل، بي، ډبلیو وسوځوو او دغه ملګرتیا یې ماته کړه.

ورپسې سکندر رضا هم د اشرف په توپ د یوې منډې تر جوړولو وروسته بولډ اوټ شو. 

همدا راز والر د محمد نبي په توپ پرته د کومې منډې له جوړولو وسوځیدو، په ورپسې توپ سولمن مایر په صفر وسوځیدو او نبي هیټرک ته برابر شو خو پرې ونه توانید. 

کریګ اروین له مخکینیو توپ وهونکو ښه وځلید هغه ۳۴ منډې وکړې خو مجیب ځدران بولډ اوټ کړ. 

لوبډلمشر ګریم کریمر هم د ۸ منډو تر جوړولو وروسته د راشد خان په بال ایل، بي، ډبیلو اوټ شو، چتارا هم د راشد په توپ د رحمت شاه په لاس کیچ اوټ شو هغه کومه منډه نه وه کړې، وروستی او لسم لوبغاړی مرزباني هم د راشد له خوا په صفر اوټ شو. 

دغسې د زمبابوې ټوله لوبډله په ۳۳ اور کې په ۹۵ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه ۱۴۶ منډو وګټله. 

شرف الدین اشرف چې ۲ ارزښتناکې ویکټې یې اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د لړۍ غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو. 

همدا راز راشد خان په لړۍ کې د ۱۶ ویکټو په اخیستو غوره توپ اچوونکی راغی او د دویمې درجې لرونکو هیوادونو د غوره توپ اچوونکي جایزه یې ترلاسه کړه، او رحمت شاه د ۲۷۲ منډو په جوړولو سره د لړۍ غوره توپ وهونکی و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !