د مرحوم ډاکتر کفايت الله وردګ کورنۍ ته د ورور حکمتیار د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

إنا لله و إنا إليه راجعون

د مرحوم ډاکتر صاحب کفايت الله وردګ درنې كورنۍ ته

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:

د مرحوم ډاکتر صاحب کفايت الله وردګ د وفات په مناسبت تاسو او ټولو هغو افغانانو ته تسليت وړاندي كوم چي د ده مړيني غمجن كړي. هغه خپل ژوند د اسلام په لار كي وقف كړى وو، د عمر لويه برخه ئې د دعوت، تدريس، تحقيق او ديني ليكنو په چارو كي تېره كړه، په سلگونو افغانانو د ده له تدريس، دعوت او ليكنو گټه پورته كړې، يقيناً چي د ده په مړيني سره افغان ولس له يوه متين، پياوړي او مخور عالم محروم شو او د دينپالو په صفوفو كي داسي لويه تشه راپيدا شوې چي ډكول ئې گران كار دئ. الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وكړي، د الله د لاري د مجاهدينو په صف كي دي هغه حشر كړي او په جنت كي دي د ده درجې لوړي كړي، تاسو ته دي اجر او صبر در په برخه كړي او هغه تشه چي د ده په وفات سره د افغان ولس د واقعي او مخلصو علماوو په صف كي راپيدا شوى الله تعالى دي هغه په خپل فضل او كرم سره په باايمانو مجاهدو علماوو ډكه كړي.

په الله تعالى مو سپارم .

په احترام

 

حكمتيار

                                    

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !