د ټاپي پروژې په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

حزب اسلامي افغانستان؛ ټاپي پروژې ته د یوې مهمې پروژې په سترګه ګوري، د پلي کېدو پيل ئې یو مهم انکشاف ګڼي، نه یوازې له اقتصادي پلوه ئې د هېواد په ګټه ارزوي، بلکې له سیاسي پلوه ئې ارزښتمن بولي او د روان بحران په پای کې ئې ممد او اغیزمن ارزوي. له همدې امله ئې لا ډیر دمخه اعلان کړی وو چې د امنیت په تأمین کې ئي فعاله ونډه ولري، پر ولس غږ کوي چې د هغو کورنیو او بهرنیو هېواد دښمنه کړیو مخه دپ کړي چې غواړي دداسې ملي پروژو په وړاندې خنډونه را ولاړ کړي. هغه هېوادونه چي نه غواړي مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره د افغانستان له لارې وصل شي، گاز ، نفت او برېښنائې له دې لارې بهر ته انتقال شي، د آسیا د دغو دوو،برخو پر مارکیټونو له نورو سره د سیالۍ هڅه کوي، د افغانستان جنګ ته د داسي پېښي په سترګه ګوري چی دوام ئې له دوی سره پر دغو مهمو مارکيټونو د تسلط په اړه مرسته کوي، دهمدې لپاره په تېرو څه باندې دریو لسیزو کي د افغانستان د جنگ پر دوام پراخي پانگونې کوي، یو شمېر نا افغان ډلې ئې استخدام کړي، وسلې او پیسې ورکوي، هم ئې د هېواد دننه د خپلو اغراضو لپاره جنگوي او د ټاپي،سلما بند، کمال خان بند او نورو په څېر مهمو پروژو د مخنیوي لپاره ئې کاروي او هم ئې بهر ته د جنگ لپاره لیږي، افغان ولس دا بهرني او کورني دښمنان ښه پېژندلي، هېڅکله به اجازه ور نه کړي چي خپلو شومو او ناولو موخو ته ورسیږي.

هغه ولسونه چه د ټاپي نل لیکي د تېریدو په سیمو او د دغو بندونو شاوخوا کې میشت دي،باید دې ته چمتو شي چي د خپلو سیمو امنیت په پشپړه توگه تأمین کړي، مشبوه او پر دیپالو ډلو ته په خپلو سیمو کي د تحرکاتو او تخریباتو مجال ور نه کړي. دولت باید د دغو مهمو پروژو د امنیت لپاره داسې نوی ډاډمن او مطمئن امنیتي ځواک جوړ کړي چي د مشکوکو کړیو له نفوذ خوندي او ملي گټو او ارزښتونو ته ژمن وي.

حزب اسلامي افغانستان

۵ حوت ۱۳۹۶

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !