كوكنار؛ امريكايي ستراتېژي او د افغان دولت دريځ

ژباړه:حیدر

په ۲۰۰۶م كال د افغانستان په څلور زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو او د نړۍ ۹۰ سلنه ترياک يې توليدول. د ترياکو او د ترياکو مشتقات لکه مورفين کاروبار کلنۍ ګته ۴ ميليارده ډالر اټکل شوې وه. په دې کې يواځې يو ميليارد ډالر د افغانانو جيبونو ته تلل.

تر نيمايي زيات کوکنار د طالبانو په اصلي مرکزونو کندهار او هلمند کې کرل کېدل. جورج بوش اته كاله د امريکا د سرحدي ولايت ټکزاس والي پاتې شوی، دی په دې ښه پوهېده چې د مخدره موادو کاروبار له پولې ور اخوا مکسيکو او کولمبيا ناارامه کړي وو. په ۲۰۰۶ کال کې چې د طالبانو جګړې زور اخيستی و او د ترياکو کرکيله زياته شوې وه، نو د بوش پام ور واوښت. د امريکا د ملي امنيت شورا د دې هېواد د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې څخه وغوښتل چې طالبان او فارک سره پرتله کړي. فارک د کولمبيا يوه کيڼ اړخې ډله ده چې د جګړې مصارف يې له کوکاينو پوره کول.

د دې ادارې په راپور کې ليکل شوي وو چې طالب قوماندانان د هېرويينو د توليد فابريکو امنيت ټينګوي.

که طالبانو د ترياکو له ۴ ميليارده ډالرو څخه عشر او زکات په نوم ماليه راټوله کړې وي، نو دوی ته په کال کې ۵۰۰ ميليونه ډالر په ګوتو ورتلل. د طالبانو جنګياليو ته د خپل جنګ د چلولو لپاره زښتې ډېرې پيسې وې. داسې کوم ثبوت نه و چې طالبانو د ترياکو له ټول کاروبار څخه پيسې راټولولې.خو دوی يوازې له کروندګرو د عشر په نوم ماليه راټولوله. له دې سره د طالبانو د ترياکو کلنی عايد ۱۰۰ ميليونه ډالر کېدل.

په سپينې ماڼۍ کې ځينو کسانو ته دا ارزونه د منلو نه وه. د دوی دليل دا و چې طالبان د عايد ډېرې نورې سرچينې هم لري؛ د قاچاق له نورو ډولونو يې هم ماليه راټولوله، په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو خليجي هېوادونو کې دوی ته چندې راټولېدې او همدارنګه پټنځايونه يې په پاکستان کې وو. دې کسانو ويل چې امريکا ولې د طالبانو د عايد نورې سرچينې له پامه غورځوي؟ ولې په پاکستان کې د دوی پټنځايونه له منځه نه وړي؟

بالاخره د امريکا کانګرس په افغانستان کې د مخدره موادو سره مبارزې ته يو ميليارد ډالر ځانګړي کړل. د بوش ادارې په کولمبيا کې د مخدره موادو سره د مبارزې پلان د افغانستان لپاره هم منظور کړ. د دې پلان تر ټولو مهمه خبره دا وه چې امريکا به له هوا څخه د کوکنارو پر کروندو دوا پاشي او له منځه به يې وړي.

د افغانستان په کابينه کې تر بل هر چا د عامې روغتيا وزارت معين «ډاکتر فيض الله کاکړ» له هوا څخه د کوکنارو پر کروندو د دوا شيندلو زيانونه ښه ارزولاى شو. ده په «زهر پېژندنه» کې ماسټري درلوده  او تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې يې کړې وې. همدارنګه د روغتيا نړيوال سازمان سره يې په پاکستان کې کار کړی و.

امريکايانو پلان درلود چې (Glyphosate) په نوم کيمياوي مواد د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره وکاروي. د امريکا د چاپېريال ساتنې ادارې د يادې کيمياوې مادې په اړه ويل چې انسانانو او مرغانو ته ناڅيزه زيان رسوي. خو فيض الله کاکړ بيا هم په افغانستان کې د دغو موادو د کارونې په اړه جدي اندېښنې درلودې. ده امريکايانو ته وويل: «تاسو واياست چې کارول يې بې خطره دي، د D.D.T په اړه هم داسې ويل کېدل. امريكايان په کاليفورنيا کې په کروندو کې هر کال په زرګونو کيلو ګرامه دا ماده کاروي، امريکايانو د اوبو له سرچينو سمه ساتنه هم کوي، خو افغانان د سيند اوبه هم څښي.»

امريکايانو، چې له هوا پر کوکنارو د دوا شيندلو غوښتونکي وو، فيض الله کاکړ ته وويل: «دا کيمياوي مواد په ټوله نړۍ کې کارېږي.» خو افغانانو پر روغتيا د دې موادو اوږدمهاله اغېزې پخپله نه شوې څېړلای، د امريکايانو په خبره يې ځکه باور نه شو کولای چې دوی په خپل هېواد کې د ناسمو کيمياوي موادو اوږده مخينه درلوده.

د افغانستان د ملي امنيت اداره هم د دوا شيندلو له پروګرام سره مخالف وو، دې ادارې ويل چې له دې کار څخه به طالبان د حكومت ضد تبليغاتي ګټه واخلي. کليوال به د امريکايانو د دې کار او د شورويانو د هوايي جګړې ترمنځ توپير و نه کړي او ټوله پړه به د کرزي پر غاړه ور واچوي. د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې حامد کرزي، امريکا ته خپل دريځ روښانه کړ، چې له هوا څخه د کوکنارو پر کروندو د دوا شيندلو مخالف دی.

د همدې کال په سپټمبر کې د ولسمشر لومړي مرستيال «احمد ضيا مسعود» په انګليسي ورځپاڼې «اينډيپنډنټ» کې د امريکا د دريځ په ملاتړ يوه مقاله خپره کړه. په سبا يې حامد کرزي د کابينې په غونډه کې احمد ضيا مسعود ته په غوسه وويل:

«مقاله دې په خپله خوښه وليکله، که بهرنيانو درته ويلي و؟»

احمد ضيا مسعود ورته وويل:

«زه له بهرنيانو سره هېڅ اړيکه نه لرم، خو ما ته پته ده چې ته له بهرنيانو سره اړيکې لرې.»

کرزي ورته وويل: «وروره هغه وختونه نور تېر شوي دي چې خپلې پيسې به مو چاپولې او چې څه مو زړه غوښتل هغه به مو ويل.»

د کرزي اشاره نوييمو کلونو ته وه، چې ورور يې پر کابل واک چلاوه. احمد ضيا مسعود کرزي ته وويل: «ښاغلی ولسمشره، مونږ ته پته ده چې ته بهرنيانو په امريکايي الوتکو کې اروزګان ته را وستې.»

له دې سره کرزي ورته وويل: «که غواړې چې استعفا وکړې، نو همدا اوس يې کولای شې»

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !