د قرباغ د مظلوم ولس په حمايت كي د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

حزب اسلامي افغانستان د قرباغ ولسوالۍ د شيرآباد پر كلي د اربكيانو تر نامه لاندي د يوه قاتل او جاني غله د مفسدو جنگياليو بريد په كلكه غندي، په دې وحشيانه بريد كي د يوې مظلومي كورنۍ درې تنه د يوه ماشوم په شمول په شهادت رسېدلي، يوه مېرمن ژوبله شوې او دوه تنه ئې د بريدكوونكو له لوري تښتول شوي. 

د بريد كوونكو دا شرير او مفسد في الارض ټولى تر دې وړاندي په گڼ شمېر نورو ورته وژنو كي لاس درلود، په دولت كي د ځواكمنو كړيو له لوري حمايه كېږي، د اربكيانو په ليكو كي تنظيم شوي، او د دولت له امكاناتو په استفادې سره په غلاوو، لوټمار، شوكو او قتلونو لاس پوري كوي او د دې لپاره ئې پښتانه شخصيتونه په ارزگان، غزني او كابل كي وژلي چي دنده ئې هزاره او پښتون قومونه سره جنگول دي. 

دولت مكلف دئ قاتلان له ځنډ پرته ونيسي او د شريعت مطابق ئې قصاص كړي او هغه چارواكي له دندو گوښه كړي چي داسي مفسدين او قاتلان پالي او د دوى ملاتړ او حمايت كوي.

حزب اسلامي افغانستان

14حوت 96

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !