د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځونو پر کاروان چادونه شوې.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضيا درانی وایي، دغه چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شوې، چې تلفات نلري؛ خو هغه مهال، چې د مرستې لپاره له هوایي ډګره بهرني ځواکونه راورسیدل پر خلکو یې ناڅاپي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !