۱۷ كاله پخوانۍ پوښتنې

شفیقي

زه چې هېواد د روانو جګړو او د افغان په لاس د افغان وژلو خبرونه اورم، يوه ډېره پخوانۍ پوښتنه مې اوس هم په ذهن كې راګرځي. په تېره هغه مهال چې ګورو د جګړې شعار او د جګړه مارو څېرې او نومونه بدلېږي، خو قرباني يې، مرګ ژوبله يې او زيان يې بشپړ همدې ولس ته ور په اوږه دى.

د 2001م كال په لومړيو كې په پېښور كې يوه ورځ له غرمې وروسته د امريكا په قنسلګرۍ كې د يوې غوننډې بلنه راغله، چې د روم پروسې او طالبانو امارت استازي به د لويې جرګې او سولې په اړه د ويډيو كنفرانس له لارې پوښتنو ته ځوابونه وايي.

د قنسلګرۍ په يوه وړوكې خونه كې يوه ديوال ته په كوچونو كې د روم د پروسې په استازيتوب پخواني ولسمشر حامد كرزي او عبدالقادر امامي چې نوې يې خپله قبله بدله كړې وه ناست وو. دوى يوه په پښتو او بل په دري له روم او نيويارك سره په اړيكه وو چې د روم بهير سياسي مسوول ډاكتر زلمى رسول او په نيويارك كې د طالبانو د امارت مسوول عبدالحكيم مجاهد ته د دې مجلس د ګډونوالو پوښتنې ورسوي او هغوى ځواب وركړي.

دلته ټول ټال لس-دوولس تنه په پېښور كې افغان ژورناليستان او د نظر خاوندان راټول وو. يوازې درې تنو ته يې د پوښتنو وخت وركړ چې په هغو كې يوه زه د سهار ورځپاڼې د مسوول په توګه پكې شامل وم.

د امارت له استازي نه مې د ده د خبرو په تړاو پوښتنه وه، پوښتنه مې دا وه چې د طالبانو امارت او د دوى د مخالفې جبهې (شمال ټلوالې) ترمنځ د اوسنۍ جګړې او تر دوى وړاندې د مجاهدينو د خپلمنځي جګړې توپير په څه كې دى؟

په دواړو كې افغانان وژل شوي ولې هغه يوه محكومه ده او دا اوس بيا بايد د ستاينې او درناوي وړ وي؟

زما ښه ياد شي چې پوښتنې مې كولې ښاغلي كرزي په تائيد سر ورسره خوځاوه، معنا دا چې پر ځاى پوښتنې وې.

مجاهد صاحب زما د دې پوښتنې ځواب نه درلود ځان يې پر دې تېر كړ چې:

اوس د داسې پوښتنو حاجت نشته، راځئ د سولې او د جګړې د ختمولو په باب فكر وكړو! دا چې دغه پروګرام د بحث ظرفيت نه درلود، زه هم مجبور چوپ شوم.

له ښاغلي زلمي رسول نه مې پوښتنه د روم د تت بهير په اړه داسې وه: د هېواد د ورانۍ او بربادۍ پروسه ډېره چټكه ده خو د روم د بهير كومه اعلاميه په 6 مياشتو، يا كال كې خپره شي او بيا خوبونه غوروي، دغه تت بهير به د هېواد د روانو ستونزو په اړه څه ډول مثبت رول ودرلوداى شي؟

له بده مرغه زما دغه پوښتنه هم د ډاكتر صاحب په مزاج برابره نه وه، ويل يې چې دا بې وخته پوښتنه ده، اوس د لويې جرګې په باب بايد خبرې وشي!!

له هغې ورځې ۱۷ كاله وروسته اوس هم له ما سره همدغه پوښتنې شته چې آيا د افغان په لاس د افغان وژل وياړ كېداى شي؟ كه دا پرون وياړ نه و، يو ناورين و، يوه بدمرغي وه، يوه فتنه وه، نن به ولې وياړ وي؟

همدغسې نن چې كوم اتحادونه، بنسټونه، شوراګانې او جبهې شته، دوى چې د ورځې د سلو تنو افغانانو په مرګ ژوبله چوپ وي، خپل ولس ته په كومو سترګو ګوري؟ كه اوس دوى د ولس په غم او درد ور شريك نشي، د ژغورنې لپاره يې عملاً ګام اوچت نه كړي، فعال نشي په كوم منطق دوى له ولس نه د ملاتړ هيله لري؟

آيا ولس دغه بې حسي زغملاى او هېرولاى شي؟!

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !