دولتي او بهرنیو ځواکونو د وردګو په چک ولسوالۍ کې یو کور په بمونو الوځولی دی.

5 حوت 1397         648        فلم

د پوهنتون يو استاد وايي، دولتي او بهرنيو ځواکونو يې د وردګو په چک ولسوالۍ کې نيمه شپه د کورنۍ غړي له کوره ايستلي او کور يې په بمونو الوځولى دى. دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي چې دغه عمليات دوى نه دي کړي او د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر بيا وويل چې په دې اړه معلومات نه لري. د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ د خليلي د ولو خېلو سيمې اوسېدونکی او د کندهار پوهنتون استاد محمد شفيق عمري رسنیو ته وويلي چې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د سلواغې په شپږمه شپه د هغه پر کور چاپه ووهله. هغه وايي چې دغو ځواکونو د هغه د کورنۍ غړي د شپې په سړه هوا کې له کور څخه اېستلي او کور يې په بمونو الوځولى او بمبارد کړى دى. دى وايي چې د کورنۍ غړي يې دا مهال د خپلوانو په کور کې اوسيږي.

لست همه فلم ها
ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید